Quantcast
Channel: بهرني سرتېري –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 2

امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي

$
0
0

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې امریکايي استازيو په پاکستان کې له طالب استازیو سره د سولې د خبرو پر بیا پیلولو خبرې کړې دي.

وال ستریت ژورنال د هغه امریکايي پلاوي د غړیو له قوله، چې په پاکستان کې یې تېره میاشت له طالبانو سره لیدلي لیکلي؛ دوی له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه کړې.

دې سرچینې څرګنده کړې، چې دا خبرې د زندانیانو پر تبادله او د تاوتریخوالي د کچې پر راټیټولو راڅرخیدلي دي.

دغه راز ویل کیږي، چې طالبان د دوه امریکایی پروفیسورانو په بدل کې، چې په ۲۰۱۶ / ۱۳۹۵ کال کې یې امریکایي پوهنتون ته نږدې تښتولي وه؛ د حقاني شبکې د غړي انس حقاني د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

د امریکا ولسمشر ترمپ د تېرو څو ورځو له څرګندونو وروسته د یکشنبې پر ورځ( د تلې ۲۱/ د اوکتوبر ۱۳) د کورني څېړنیزې شورا په غونډه کې یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې امریکايي سرتېري به خپل هېواد ته راستانه کړي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ډاګه کړې، چې مونږ په افغانستان کې د پولیسو دنده پر مخ وړو. مونږ نولس کاله په دې هېواد کې یو او غواړم تاسې پوه شئ، چې زه خپل سرتېري خپل هېواد ته راستنوم.

داسې برېښي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر په افغانستان، عراق او سوریه کې د شاوخوا دوه لسیزو(نه ختمیدونکې جګړې) څخه ستړی ښکاري او د شنبې پر ورځ یې په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې( نه ختمیدونکي جنګونه باید پای ته ورسیږي!)

نوموړي ویلي؛ دوی باید مونږ ته فرصت راکړي، چې خپل هېواد جوړ کړو. دا بې پایلې جګړې هیڅ وخت نه کمیږي. عراق ته د امریکا له داخلیدو سره، چې کوم زیان مسیحي ټولنې ته واوښت د باور وړ ندی او زه یې مخالف وم.

دا په یوه اوونۍ کې دوه یم ځل دی، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټينګار کوي؛ خو د ټاکلي وخت په اړه یې څه نه وايي.  

The post امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 2


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>